کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د ولسمشر خبرو ته د طالبانو غبرګون: د اشرف غني خبرې ټولې اوتې بوتې وې

د ولسمشر خبرو ته د طالبانو غبرګون: د اشرف غني خبرې ټولې اوتې بوتې وې

طالبانو د ولسمشر اشرف غني خبرو، چې نن یې د ملي شورا دواړو مجلسونو ته د یوې ګډې غونډې پرمهال وکړې، غبرګون ښودلی او د هغه خبرې یې ټولې اوتې بوتې ګڼلي دي.

ولسمشر طالبانو ته په خطاب کې وویل چې له افغانانو سره یې دښمني په پېسو اخیستې ده او ترڅنګ یې دا هم وویل چې موږ د سولې پر لور ګامونه واخیستل، خو دښمن مو کمزوري وګڼله او جنګ یې راباندې تحمیل کړ.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د ولسمشر په خبرو غبرګون ښودلی او د یوه ټویټر په ذریعه یې د هغه خبرې اوتې، بوتې ګڼل کېږي او ویلي یې دي، چې اشرف غني په دې ډول خپل وارخطا حالت او بد وضیعت کابو کاوه.

طالب ویاند پخپل ټویټ کې ویلي دي چې:((ملت فیصله کړې ده چې ملي خاینان به تعقیب او د عدالت میز ته راکاږي.))

دغه راز هغه زیاتوي چې:((د غني لخوا د جنګ اعلانونه، اتهامونه پورې کول او کاذب معلومات خپرول، هغه ته ډېر عمر نشي ور کولای، نور د هغه وخت پای ته رسېدلی دی.))

دا هم ولولئ

ملاله یوسفزۍ: په افغانستان کې دې ټولو انجونو ته د زده کړو کولو اجازه ورکړل شي

ملاله یوسفزۍ، چې په کم عمر کې یې د نوبل جاېزه واخیسته او د زده …