کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د اندراید د زوړ ویرژن استعمالونکې دې خبردار اوسي

د اندراید د زوړ ویرژن استعمالونکې دې خبردار اوسي

که چېرته د اندراید ځیرک موبایل لرونکې د سپتمبر له ۲۷مې وړاندې د اندراید ویرژن اپکیټ نه کړي، نو ممکن له ستونزو سره مخ شي.

د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې د اندراید سافټویر جوړونکې امریکایي شرکت ګوګل د امنیتي ستونزو له امله پرېکړه کړې، چې د سپتمبر له ۲۷مې وروسته به له جي میل، ګوګل میپس، یوټیوب او نورو اپلیکیشنونو څخه به محروم وئ، خو زنګ او پیغام به کولی شئ.

د اندراید سافټویر ویرژن ۳ (هني کامب) او ۴ (ایسکریم سنډویچ) لس کاله وړاندې وړاندې شوی او اوس هم د استعمال وړ دی. یعنې د اندراید له نیمایي ډېر کاروونکې باید اندیښمن نشي، ځکه چې ډېر شمېر کسان هغه موبایلونه استعمالوي چې د اندراید نوی ویرژن لري.

راپور زیاتوي چې ګوګل دغه پرېکړه د امنیتي ستونزو په نظر کې د نېولو په سبب کړې، ترڅو کوم کاروونکی د زوړ سافټویر په استعمالولو سره خپل اکونټ له لاسه ور نه کړي، ځکه چې نوی ویرژن له لس کلني زوړ څخه څو ځلې غوره دی.

ګوګل پر کاروونکو ټینګار کړی که چېرته آسانتیا لري نو هغوی دې د اندراید نوی ویرژن راښکته کړي ترڅو د ګوګل له خدمتونو خوند واخلي او د سپتمبر له ۲۷مې وروسته به یې د جي میل او یوټیوب اپلیکیشن له پاسورډ او لاګ ان لاندې (ایررز) ښکاره شي.

دا هم ولولئ

څه ډول د ځمکې له مخې د ډیناسور نسل ختم شو؟

ساینسپوهان په دې نظر دي چې له نن څخه شپېته میلونه کاله وړاندې کله چې …