کورپاڼه / هنر او کلتور / شاهرو خان: خلک راته وایي چې د ایشوریا رای په څېر ښکارم

شاهرو خان: خلک راته وایي چې د ایشوریا رای په څېر ښکارم

په دې ورځو کې د بالیووډ فلمونو د رومانس بادشاه شاهرو خان یوه کوچنۍ ویډیو په ټولنیزو رسنیو لاس په لاس کېږي، چې په هغې ویډیو کې هغه له ایشوریا رای سره د جایزو ورکولو په یو پروګرام موجود دی.

شاهرو خان په ۲۰۰۰ کال د خپور شوي فلم (جوش) په اړه خبرې کړي او ویلي یې دي چې په دې فلم کې د نړۍ ترټولو ښکلې انجلۍ ایشوریا زما غبرګونې خور وه او خلکو راته ویل چې تاسې دواړه بالکل یو ډول ښکارئ.

شاهرو خان زیاتوي چې زه تر اوسه پورې په دې غلط فهمۍ کې ژوند کوم، که چېرته زه د ایشوریا رای ورور وای نو د هغې په څېر به ښکارېدم.

د شاهرو خان او ایشوریا رای دغه لنډه ویډیو د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو لخوا ډېره خوښه شوې او ډېرو کسانو په تبصره کې د شاهرو خان خبره تایید کړې او ځینو نورو د خپلې خوښۍ اظهار کړی دی.

د یادولو وړ ده چې شاهرو خان او ایشوریا په ډېرو فلمونو کې یوځای کار کړی دی، خو په ۲۰۰۰ کال خپور شوي فلم (جوش) کې دواړو د ورور او ورور رول لوبولی دی.

دا هم ولولئ

اکشی کمار

د اکشی کمار د (بچن پانډی) فلم د نندارې نېټه اعلان شوه

د هندي سینما د مشهور اداکار اکشی کمار د راتلونکي فلم (بچن پانډی) په سینماګانو …