کورپاڼه / بېلا بېل / سلیکا جیل څه شی دی او ګټې یې څه دي؟

سلیکا جیل څه شی دی او ګټې یې څه دي؟

د درملو په ډېرو بوتلونو کې یو کوچني غوندې پاکټ هم ایښودل شوي او لارښوونه شوې وي چې دغه پاکټ دې همداسې په بوتل کې پرېښودل شي. په دې پاکټ کې موجودو موادو ته د سلیکا جیل ویل کېږي.

دغه جیل، چې د درملو په بوتل کې ایښودل شوی وي، ډېر مهم رول لوبوي او په حقیقت کې ددې لپاره استعمالېږي چې شیان یا درمل له نمجن کېدو څخه وساتي او دا نه یوازې په درملو بلکې په ډېرو نورو شیانو کې هم موجود وي.

ډېر شمېر خلک ددې له ګټو ناخبره وي او ایسته یې غورځوي خو موږ به یې دلته د ګټو په اړه وغږېږو. لومړی: دغه جیل ددې وړتیا لري چې نمي جذب کړي او شیانو وچ وساتي.

دویم: که چېرته په جامو، المارۍ یا درازو کې کېښودل نو بدبوی به پیدا نه کړي. دریم: که چېرته له سرو زرو او ګاڼو سره کېښودل شي نو بېغمه اوسئ، هیڅکله به یې خرابېدو ته پرېنږدي.

څلورم: که چېرته مو موبایل اوبو کې ولوېد یاهم اوبه یې واخیستې نو په یوه پلاستیکي کڅوړه کې د سلیکا جیل واچوئ او تر یو څه وخت موبایل ورپکې کېږئ نو په دې ډول به مو موبایل وچ شي.

دا هم ولولئ

میرمنې د ماشوم د زېږون او روزنې پرمهال له کومو ننګونو سره مخ کېږي؟

د یوې تازه او څېړنېز سروې پر اساس له میرمنو د ماشومانو د زېږون او …