کورپاڼه / بېلا بېل / ایټالوي لوبغاړي نوی ریکارډ جوړ کړ او د نړۍ ګړندی شخص وګڼل شو

ایټالوي لوبغاړي نوی ریکارډ جوړ کړ او د نړۍ ګړندی شخص وګڼل شو

که له یوې خوا د توکیو په المپیک سیالیو کې هره ورځ نوي ریکارډونه جوړېږي، نو له بلې خوا په دې ریکارډونو کې داسې څه هم شته چې د مینوالو ټول پام د ځان پر لورې اړوي.

د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې د توکیو په المپیک سیالیو کې ایټالوي لوبغاړي مارشل جیکب نوی ریکارډ جوړ کړ. هغه د سل میترو په ځغاسته کې بریا ترلاسه کړه او د نړۍ ترټولو ګړندی انسان وګڼل شو.

مارشل جیکب په ۹.۸ ثانیو کې ۱۰۰ میتره واټن وواهه او له دې وړاندې دغه ریکارډ د یوسین بولټ په نوم لوبغاړي سره و، چې هغه د سل میترو واټن په ۹.۶۳ ثانیو کې وهلی و.

د سل میترو واټن په ځغاسته کې له ایټالې وروسته امریکا دویم او کاناډا دریم مقام خپل کړ. خو تر اوسه پورې د ډېرو مډالونو په ګټلو سره جاپان لومړی، امریکا دویم او چین دریم مقام کې ځای لرې.

د یادولو وړ ده چې د المپیک د ځغاستې په سیالیو کې افغانې لوبغاړې کېمیا یوسفي هم برخه اخیستې وه، چې په ملي کچه یې ریکارډ هم جوړ، خو له سیالیو بهر شوې وه او پخپل ګروپ یې کې اووم مقام خپل کړی و، هغې د سل میترو واټن په ۱۳.۲۷ ثانیو کې وهلی و.

دا هم ولولئ

فرانسې فوټبال لوبډلې د اروپایي ملتونو جام اتلولي خپله کړه

د اروپایي ملتونو جام د فوټبال سیالیو په پایلوبه کې د فرانسې فړټبال لوبډلې د …