کورپاڼه / بېلا بېل / په سعودي عربستان کې د بازانو نړیواله لیلامي ترسره کېږي

په سعودي عربستان کې د بازانو نړیواله لیلامي ترسره کېږي

د سعودي عربستان په پایتخت ریاض کې د بازانو نړیواله لیلامي به د اګست په ۵مه، چې د زمري د میاشتې له ۱۴مې سره برابره ده، پیل شي.

د عربي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې د بازانو د نړیوالې لیلامۍ دغه لړۍ به د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۵مې پیل شي او د همدې کال د سپتمبر تر ۵مې به دوام وکړي او دغه لیلامي به د شمالي ریاض د ملهم په سیمه کې ترسره شي.

د سعودي عربستان د بازانو د لیلامۍ مرکز ویاند ولید الطویل وایي چې دغه لیلامي د خپل ډول له مخې د نړۍ لومړنۍ لیلامي ده. هغه وایي چې د بازانو مینوال دې سعودي ته راشي او په سیمه ییزه او نړیواله کچه یې ورته بلنه ورکړې ده.

هغه زیاتوي چې د بازانو نړیوالې لیلامۍ ته به یو ځانګړی نړیوال پلیټ فارم برابر کړي او دې لیلامۍ ته به نایابه او هغه بازان راوړل شي چې جایزې یې ګټلي دي.

د یادولو وړ ده چې له دې وړاندې د بازانو د لیلامۍ مرکز له لورې د ۲۰۲۰ کال په اکتوبر کې هم دغه ډول لیلامي ترسره شوې وه، چې تر ډېره حده بریالۍ هم شوه.

دا هم ولولئ

په لرغوني مصر کې به جسد څه ډول مومیایي کېده؟

هسې خو په نړۍ کې داسې ډېر اشخاص شته، چې هغوی تر اوسه پورې د …