کورپاڼه / جالب / هغه بتکه چې بڼکې یې په زرګونه ډالر قیمت لري

هغه بتکه چې بڼکې یې په زرګونه ډالر قیمت لري

که چېرته فکر وکړو نو الله تعالی زموږ لپاره په طبیعت کې ډېر نعمتونه رامنځته کړي، چې په دې لړ کې د یوې بتکې هغه مالوچ ډوله بڼکۍ هم شاملې دي چې اته سوه ګرام یې پنځه زره ډالر قیمت لري.

هر کال د اوړي په موسم کې شاوخوا څلور سوه کسان د ایسلینډ تر څېرمه د برایدروو ټاپو خاورې لټوي او د (ایلډر پولر) په نوم د بتکې بڼکۍ لټوي، چې بیا هغه له څو مرحلو تېرېږي او بالښتونه او کمپلې ترې جوړېږي چې د دریو بالښتونو قیمت دوه نیم زره او د یوې کمپلې قیمت له اتو زرو ډالرو ډېر دی.

دغه بڼکې د بتکې له سینې ښکته وي چې د مالوچ په څېر نرم جوړښت لري، خو دومره ګرمې وي چې د سړو مقابله ورسره نه کېږي. دغه بڼکۍ په خام ډول کیلو په زرګونو ډالرو پلورل کېږي او تر اوسه پورې په ټوله نړۍ کې تر څلور ټنو پورې پلورل شوي دي.

خو کله چې دغه بتکه هګۍ اچوي نو په هغه موسم کې څوک ځالو ته نه ورځي او له شاوخوا څخه په احتیاط سره بڼکۍ راټولېږي. ویل کېږي چې له ۵۰-۶۰ ځالو څخه یوه کیلو بڼې راټولېږي او د ماشین په مرسته په منظم ډول سره تیارېږي.

د بتکۍ په خام بڼکو کې اتیا سلنه چټلي، غټې بڼې، واښه او نور وي چې پاکول یې ډېر اړین وي، بیا په ۱۲۰ تودوخه کې ګرمېږي او په څو ماشینونو سره پاکېږي او په دې سره د نړۍ لوړ بیه بڼکې لاسته راځي.

دا هم ولولئ

د واده زلمي خور له ناوې سره داسې ټوکه وکړه چې خبره تر طلاق ورسېده

له واده وړاندې د ډوډۍ کول نن سبا ډېر زیات دي، په ځینو ټولنو کې …