کورپاڼه / هنر او کلتور / شلپا شیټي: زه پر پولیسو او محکمې پوره باور لرم

شلپا شیټي: زه پر پولیسو او محکمې پوره باور لرم

شلپا شیټي د خپل خاوند راج کندرا په اړه، چې د غیر اخلاقو فلمونو د جوړولو په تور نېول شوی دی، د لومړي ځل لپاره چوپتیا ماته کړه.

وروسته له هغې، چې راج کندرا د پولیسو له لورې ونېول شو، په ټولنیزو رسنیو کې د شلپا شیټي په اړه هم بېلابېلې آوازې پورته کېږي، خو دا لومړی ځل دی چې هغه د خپل خاوند د قضیې په اړه چوپتیا ماتوي.

شلپا شیټي وایي چې تېرې څو ورځې مې له هر لحاظه ستونزمنې وې، په رسنیو زما په اړه ډېرې آوازې، نېوکې او شکایتونه وشول، خو ما په دې اړه هیڅ ونه ویل او نه یې په اړه څه وایم.

هغه وایي چې زه د یوې اداکارې په توګه په دې باور لرم چې نه به وضاحت ورکوم او نه به شکایت کوم، نو په دې اړه که غلط خبرونه خپاره نه شي نو غوره به وي. په دې اړه څېړنې روانې دي او زه پر پولیسو او محکمې پوره باور لرم.

شلپا شیټي غوښتنه کوي چې زه د یوې مور په توګه وایم چې زما، زما د کورنۍ او ماشومانو د محرمیت خیال وساتئ، پرېکړه که محکمه وکړي نو غوره به وي.

دا هم ولولئ

مادهون: غواړم د هریتیک په څېر فیټ او د کترینه کیف هیرو شم

د بالیووډ سینما اداکار رنګانتن مادهون هیله څرګنده کړې ده، چې هغه هم د خپل …