کورپاڼه / جالب / په هند یو (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي امتحان ورکړ

په هند یو (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي امتحان ورکړ

د هند په اترپردیش ایالت کې یو لس (۱۰) کلن ماشوم د لسم ټولګي د ازموینو په ورکولو او بریالي کېدلو سره ټول خلک حیران کړل.

د هندي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې د اترپردیش ایالت په لکنو ښار کې یوه ډېره په زړه پورې او حیرانوونکې پېښه رامنځته شوې، چېرته چې یو ښوونځي لس کلن ماشوم ته د لسم ټولګي په ازموینه کې د برخه اخیستلو ځانګړې اجازه ورکړه.

دغه لس کلن زده کوونکی ادتیا کرشنا نومېږي، هغه د ازموینې په ورکولو سره خپل ښوونکې ناهیلي نه کړل او په ۷۹ سلنه نومرو په ترلاسه کولو یې د هغوی پرېکړه سمه ثابته کړه.

په هند کې هغه کسان، چې په لسم ټولګي کې شاملېدل غواړي، هغوی باید له څوارلسو کلونو کم عمر ونه لري، خو تعلیمي ادارې یې بیا ددې واک لري چې د زده کوونکو وړتیاوو ته په کتو د هغوی عمر کم کړي.

د یادولو وړ ده چې له دې وړاندې هم په هند کې یوې پنځه کلنې ماشومې ته په نهم ټولګې کې د کېناستو حق ورکړل شوی و او په ۲۰۰۷ کال له لسم ټولګي فارغه شوه چې هغه تر اوسه پورې ترټولو کم عمره زده کوونکې ګڼل کېږي.

دا هم ولولئ

هغه سپی د اوږدو غوږونو په لرلو یې د ګنیز ریکارډ پخپل نوم کړ

د ګنیز د نړیوالو ریکارډونو د کتاب په ۲۰۲۲ کال په چاپ یا جلد کې، …