کورپاڼه / بېلا بېل / د زده کړې او مطالعې پرمهال وقفه اخیستل حافظه پیاوړې کوي

د زده کړې او مطالعې پرمهال وقفه اخیستل حافظه پیاوړې کوي

تقریباً سل کاله وړاندې الماني ارواپوه، هرمن ایبنګهاس پخپل مشهور کتاب (اسپیسنګ افیکټ) یعنې د وقفې یا دمې اغېزې کې ویلي دي که چېرته د زده کړې او مطالعې پرمهال اوږده وقفه واخیستل شي نو په دژ سره حافظه قوت مومي او زده کړه ورسره ښه کېږي، چې اوس ساینس هم دغه خبره منلې ده.

په دې اړه د المان ساینسپوهانو د موږکانو پر دماغو ځینې تجربې وکړې، چې په هغې کې د هغوی د ورځني ژوند یاداښتي تجربې هم شاملې وي. دغه راز موږکانو ته یې د پټ پټوني په ډول چاکلیټ کېښودل او درې ځلې فرصت ورکړ چې جایزه ترلاسه کړي.

د چاکلیټو په لټه کې موږکانو ته لار وښودل شوه او د زده کړې په موده کې وقفه ورکړل شوه. کوم موږکانو چې ډېره وقفه یې اخیستې وه هغوی په غوره ډول د چاکلیټو ځای پیدا کړ.

د څېړونکې ډلې غړی اینټ ګلاس وایي هغه موږکان چې په لومړۍ ورځ د زده کړې پرمهال ډېره وقفه ورکړل شوه، هغوی چاکلیټ ونه پېژانده، خو په سبا ورځ یې بیا غوره وړتیاوې وښودې او چاکلیټ یې وموندل.

په سبا چې د زده کړې پرمهال څومره وقفه ورکړل شوه، د موږکانو حافظه په هماغه اندازه تېزه وه او دماغ یې وڅېړل. په زړه پورې یې داده چې د وقفې په اخیستلو سره د هېرېدو عمل وده نه کوي او څېړونکو مشوره ورکړه چې د زده کړې او مطالعې پرمهال وقفه اخیستل حافظه پیاوړې کوي او د وقفې وخت یې له ۳۰-۶۰ ښودلی دی.

دا هم ولولئ

حقیقي خوب (موخه) څه ته وایي او څه ډول ورته رسېدلی شو؟

د خوب لېدو څخه مطلب د خیالاتو، تصویرونو او احساساتو یوه لړۍ ده، چې د …