کورپاڼه / هنر او کلتور / سلمان خان په زندان کې تېرې کړې ورځ ډېرې دردناکې ګڼلي

سلمان خان په زندان کې تېرې کړې ورځ ډېرې دردناکې ګڼلي

د بالیووډ فلمونو سلطان، سلمان خان د هغه ورځو په اړه خبرې کړي، چې هغه په زندان کې تېرې کړي او ترټولو دردناکې ورځې یې ګڼلي دي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې د بالیووډ اداکار سلمان خان په ۱۹۹۸ کال د (هم سات سات هی) فلم د شوټنګ پرمهال توره هوسۍ ښکار کړې وه، چې بیا په همدې سبب بندي هم شو.

سلمان خان په دې تړاو له رسنیو سره ډېرې مرکې کړي، خو نن سبا یې هغه مرکه په ټولنیزو رسنیو خپرېږي چې په ۲۰۰۸ کال خپره شوې وه او د زندان د وخت خاطرې یې ویلي دي. هغه ویلي دي چې په زندان کې ورځ تېرول ورته ستونزمن و، خو هڅه یې کوله چې آرامه اوسي.

هغه زیاتوي چې زه یوازې یو شي ډېر ځورولم او هغه تشناب و. سلمان خان وایي چې په زندان کې له نهو تر لسو کوټې وې او په هره کوټه کې له نهو تر لسو کسان و، یو کس به د سهار ناشته او او د غرمې ډوډۍ راوړله.

هغه وایي چې په زندان کې یوه لوټه یا کوزه وه، چې چای به هم پکې وه، اوبه به مو هم پکې اچولې او ټول کارونه به مو په هماغه لوټه کول. سلمان خان زیاتوي چې په زندان کې مې کله هم ورزش نه دی پرېښی او په ورځ کې به مې دوه ځلې ورزش کاوه.

دا هم ولولئ

صحرا کریمي

صحرا کریمي: د جمعې په ورځ به قرغې ته تللم او په لوړ غږ به مې موسیقي اورېدله

د افغان فلم ډایریکټرې صحرا کریمي په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره کړې ده، …