کورپاڼه / جالب / له لاسونو څخه محروم شخص په پښو لیکل وکړل او په ازموینه کې بریالی شو

له لاسونو څخه محروم شخص په پښو لیکل وکړل او په ازموینه کې بریالی شو

په نړۍ کې داسې ډېر کسان شته دی چې خپله معذوري، کمزوري نه ګڼي او د یو څه کولو هڅه کوي چې بیا بریالی کېږي هم. همدغسې یو شخص، چې توشار وشواکرما نومېږي، د هند د لکنو اوسیدونکی او په مورزادي ډول معذور دی.

خو د هغه ذهن ته کله هم دغه فکر نه دی ور لوېدلی چې ځان معذور وګڼي او له زده کړو لاس واخلي، هغه په دې وروستیو کې د یوولسم ټولګي ازموینه ورکړه، چې د پښو د ګوتو په مرسته یې لیکل وکړل او اویا سلنه نومرې یې ترلاسه کړې.

توشار، چې د انجینر کېدو هیله لري، وایي چې په ښوونځي د داخلېدو پر وخت لویه ستونزه دا وه چې زه به څه ډول لیکل کوم، چې بیا یې زده کړې پیل کړې او د لاس ګوتو پر ځای یې د پښو د ګوتو په مرسته لیکل شروع کړل.

هغه وایي چې په ورځ کې شپږ ساعته په پښو لیکل کوي، ما هیڅکله د لاسونو نه شتون خپله کمزوري نه ده ګڼلې او کله چې زما دوه خویندو ښوونځو ته تګ پیل کړ نو ما هم وغوښتل چې زه هم ښوونځي ته لاړ شم.

بل لوري ته د توشار ښوونکي وایي چې هغه نه په ازموینو کې ډېر وخت نه اخلي او نه له چانه مرسته غواړي، بلکې ټولې ازموینې پخپله ورکړي دي.

دا هم ولولئ

یو انجلۍ په دې سبب له واده انکار کړی، چې د کلي سړک یې خراب و

په هند کې هره ورځ د واده اړوند ډېر داسې واقعات د رسنیو د سرټکي …