کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ((طالبانو د جګړې لپاره نه پرون څه جواز درلود او نه يې نن لري))
اېمل ولي خان

((طالبانو د جګړې لپاره نه پرون څه جواز درلود او نه يې نن لري))

د عوامي نېشنل ګوند د خېبر پښتونخوا ایالتي مشر اېمل ولي خان یو ځل بیا په طالبانو سختې نیوکې کړې دي او ویلي یې دي، چې هغوی د جګړې لپاره نه پرون څه جواز درلود او نه یې نن لري.

د عوامي نېشنل ګوند مشران چې تل د طالبانو پر ضد سختې نیوکې کوي او د افغان حکومت یا جمهوریت په ملاتړ درېږي، اېمل ولي خان پکې یو له هغه کسانو څخه دی، چې په خپلو وېناوو یې د افغانانو زړونه ګټلي دي.

اېمل ولي خان په خپله تازه وېنا کې د طالبانو په اړه وايي: ((دوی چې د چا لاسپوڅي دي، هغوی ټولې نړۍ پېژندلي، پرون یې هم د بهرنیو چارو وزیر بیان د طالبانو په استازیتوب راغلی دی.))

اېمل خان ولي خان په دې خبرو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ته اشاره کړې ده، شاه محمود قریشي له یوې نړیوالې رسنۍ سره په خپلو خبرو کې د طالبانو له خوا دا ضمانت ورکړی و، چې دوی به له داعش سره هېڅ اړیکې نه ساتي.

د یادولو وړ ده چې نن ولسمشر محمد اشرف غني د ملي شورا ګډې غونډې ته په خپله وېنا کې وویل، چې په راتلونکو ۶ میاشتو کې به د هېواد وضعیت ارام شي.

دا هم ولولئ

اڅکزی، بــرا در ته: د افغانستان د قضيې د حل لپاره په عاجل ډول لویه جرګه جوړه کړه

د کوزې پښتونخوا د عوامي ملي ګوند مشر محمود خان اڅکزي له ا.ا او په …