کورپاڼه / جالب / په مصر کې له میلاد څخه د وړاندې دور د مېوو ډکه ټوکرۍ موندل شوې

په مصر کې له میلاد څخه د وړاندې دور د مېوو ډکه ټوکرۍ موندل شوې

لرغون پیژندونکو د مصر د تونیس هرکولینیم په کنډوالو کې له میلاد څخه د دوه پیړۍ وړاندې دور، د ونو له څانګو څخه جوړه شوې، د میوو ډک ټوکرۍ وموندله.

دغه حیرانوونکې موندنه د مصر د مدیترانې څنډو ته نږدې ډوب شوي پخواني ښار، چې د اوسني سکندریې بندر ته څېرمه موقیعت لري، ترسره شوي.

د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه ټوکرۍ چا نه دی موندلې او ددې ترڅنګ چې د لرغونې زمانې کوم شیان موندل شوي، په هغې کې له خټو څخه جوړ شوي لوښي او مسین توکي شامل دي.

دغه ښار له میلاد دوه پېړۍ وړاندې د لومړي ځل لپاره په اوبو کې ډوب شوی او د دویم ځل لپاره په اتمه پېړۍ کې غرق شو او له هغې وروسته څو ځلې سمندري طوفانو او زلزلو په کنډوالو بدل کړ.

تونیس هرکولینیم په حقیقت کې ددې ښار مصري او یونانې نوم و، د سکندر اعظم له لورې له میلاد ۳۳۱ کاله وړاندې د سکندریې له بنسټ ایښودو وړاندې تر پېړیو پورې یو لوی بندر و.

دا هم ولولئ

اوس کولی چې د فلم په کتلو هم روپۍ وګټئ

فلمونه په عموم کې د ساتېرۍ لپاره کتل کېږي او په دې کې ځینې فلمونه …