کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د پاکستان اسلامي جمهوریت په پلازمېنه کې داسې کیسې روانې دي
اسلام اباد کې موډلان

د پاکستان اسلامي جمهوریت په پلازمېنه کې داسې کیسې روانې دي

د پاکستان اسلامي جمهوریت په اسلام اباد کې یوې نجلۍ او هلک په داسې کالیو کې عکاسي کړې ده، چې د دغه هېواد د دوه مخیتوب او منافقت په مخ کلکه څپېړه ده.

دا عکس چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې اخیستل شوی دی، خو تراوسه پورې د دغه کسانو په اړه معلومات نشته، چې دا څوک دي او ولې یې داسې عکسونه اخیستي دي.

په عکس کې نجلۍ او هلک دواړو د شین او زیړ رنګ کالي اغوستي دي، د نجلۍ نیمه بدن هم لیدل کېږي او د هلک نیمه بدن هم لیدل کېږي، همدا راز هلک بیا په غوږونو کې والۍ هم اچولي او ځان یې لکه د نرښځیانو جوړ کړی دی.

په عکس کې شاته د پاکستان بنسټګر محمد علي جناح هم لیدل کېږي، خو سترګې او خوله یې پټ دي او مخې ته یې بیا د انګلیسي یوه کلمه لیکل شوې، چې عقیده یا ایمان ده.

په ټولنیزو رسنیو کې که یو خوا په دغه هلک او نجلۍ سختې نیوکې شوې دي، بلخوا د پاکستان حکومت وايي، چې دوی د دواړو په لټه کې دي تر څو پېدا یې کړي. خو په ورته وخت کې په پاکستان کې ملتپالو بیا پرې له دې امله نیوکې  کړې دي، چې دا د هغه پاکستان وګړي دي، چې په افغانستان کې د طالبانو واکمني غواړي.

لسګونو پاکستانیانو بیا د دغه عکس په ملاتړ په ټولنیزو رسنیو کې پوسټونه کړي دي او لیکلي یې دي، چې په پاکستان کې په لویو بورډونو او اعلانونو کې داسې عکسونه عام دي، نو بیا ولې یې په اخیستو خلک نیوکې وکړي؟

دا هم ولولئ

حامد کرزی

حامد کرزي د تـا لـیـبـا نـو د رسمیت لپاره ورته سپینې سپینې وویلې

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ا.ا د نړیوال مشروعیت لپاره هغوی ته سپینې …