کورپاڼه / بېلا بېل / د کرکټ د یو خپه مینه وال مشهور عکس اوس د موزیم برخه شو
خپه مینه وال

د کرکټ د یو خپه مینه وال مشهور عکس اوس د موزیم برخه شو

د کرکټ په نړۍ کې د یو خپه مینه وال عکس ډېر شهرت ترلاسه کړ او د کرکټ د نړۍ تقریباً د هر هېواد مینه وال له دې عکس څخه خبر شوي دي، خو اوس دا عکس د هانګ کانګ د یو موزیم برخه هم شو.

دا عکس چې په ټولنیزو رسنیو کې تراوسه پورې خپرېږي، د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام پر مهال اخیستل شوی دی. دغه کس چې د پاکستان او اسټرالیا لوبه یې کتله، د پاکستان لوبډلې ملاتړی و.

کله چې اصف علي د اسټرالیايي توپوهونکي ډیویډ وارنر یو اسانه کېچ پرېښود، نو کمره مېن هماغه وخت کې د هغه شاته د مینه والو غبرګون راواخیست، چې دغه سړی ډېر په خپګان پکې لیدل کېږي.

دغه کس محمد صارم اختر نومېږي، په اصل کې د پاکستان دی، خو د انګلستان په لندن ښار کې ژوند کوي او هغه د خپلو ملګرو سره یو ځای د پاکستان او اسټرالیا لوبې لیدو لپاره لوبغالي ته ورغلی و.

کله چې دا عکس خپور شو، له هغه وروسته په دې عکس باندې په لسګونه زره میمز او ټوکې یا لطیفې جوړې شوې، تر دې پورې چې د کرکټ مشهورو وېبپاڼو هم دا عکس خپور کړی و.

اوس تازه خبر دا دی، چې د صارم اختر دا عکس د هانګ کانګ د عکسونو په مشهور موزیم (موزیم په میمز) کې ځای ترلاسه کړی دی، چې صارم یې په خپله عکس هم خپور کړی دی.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ چې د پیازو پرې کولو پرمهال مو سترګې اوښکې ونه کړي؟

د ترکارۍ په تیارولو کې د پیازو استعمال اړین وي او کله چې پیاز پرې …