کورپاڼه / خبرونه / عزیزالله فضلي بیا د کرکټ بورډ عمومي رییس ټاکل کېږي

عزیزالله فضلي بیا د کرکټ بورډ عمومي رییس ټاکل کېږي

د افغانستان کرکټ بورډ مخکینی رییس عزیزالله فضلي یو ځل بیا کرکټ بورډ ته د عمومي رییس په توګه راځي.

د ملي مصالحې شورا ویاند فریدون خوځون د عزیزالله فضلي بیا کرکټ بورډ ته د راتګ په اړه خبر ورکړی دی.

فریدون خوځون په خپل فیسبوک کې لیکلي دي: په دې نا مناسبه شرایطو کې د خوښۍ خبر دا دی چې ورور او ملګری عزیزالله فضلي به ډېر ژر دوباره کرکټ له نړۍ سره سیال او لوېدلی نوم به یې را ژوندی کړي.

عزیزالله فضلي چې د عاطف مشعل له لیرې کېدو وروسته د کرکټ بورډ عمومي رییس ټاکل شوی و، ډېره کمه موده په دغه چوکۍ پاتې شو او له هغه وروسته بیا فرهان یوسفزی وټاکل شو، چې تراوسه پورې عمومي رییس دی.

عزیزالله فضلي په ۲۰۱۹ کال کې له نړیوال جام مخکې اصغر افغان له لوبډلمشرۍ لیرې کړی و او ویل کېدل چې د کرکټ مافیا ختمولو لپاره يې مټ رابډوهلي دي.

دا هم ولولئ

اصغر افغان

اصغر افغان د ملي لوبډلې د بریا مبارکي ویلي او د بریا راز یې پر ځان باور او پوره تدبیر ګڼلی

د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر اصغر افغان د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د یوه …