کورپاڼه / خپلواک / دروېش رسولي سليزه ووهله، افغانستان بنګله دېش ته ٢٢٩ منډې هدف وټاکه
دروېش رسولي

دروېش رسولي سليزه ووهله، افغانستان بنګله دېش ته ٢٢٩ منډې هدف وټاکه

خپلواک وېبپاڼه (٢١ نومبر ٢٠١٩): د افغانستان او بنګله دېش ايمرجينګ لوبډلو ترمنځ د اسيايي ايمرجينګ لوبډلو جام نيمه پايلوبه ترسره کېږي، چې دروېش رسولي پکې په زړه پورې توپوهنه ترسره او سليزه يې ووهله، افغانستان د بنګله دېش لوبډلې ته ٢٢٩ منډې هدف وټاکه.

د لوبې په پيل کې پچه د بنګله دېش ايمرجينګ لوبډلې وګټله او لومړى يې د افغانستان ايمرجينګ لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د افغانستان له لوري د پيل توپوهونکي عبدالمالک او شاهدالله په ١ او ٣ منډو وسوځېدل او همدا راز ورپسې شوکت زمان هم يوازې ١٣ منډې ترلاسه کړې، خو تر هغه وروسته دروېش رسولي په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې ١١٤ منډې يې ترلاسه کړې او خپله سليزه يې هم پوره کړه.

په نورو توپوهونکو کې وحيدالله شفق ٣٤، طارق ستانکزي ٣٣ او سميع الله شينواري ١١ منډې ترلاسه کړې.

د افغانستان ايمرجينګ لوبډلې په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ٢٢٨ منډې وکړې او د بنګله دېش ايمرجينګ لوبډلې ته يې د ٢٢٩ منډو هدف وټاکه.

د بنګله دېش له لوري حسن محمود او سوميه سرکار ٣-٣ او تنوير اسلام ٢ ويکټې ترلاسه کړې.

د يادولو ده چې د اسيايي ايمرجينګ لوبډلو جام په لومړۍ نيمه پايلوبه کې پاکستان د هند ايمرجينګ لوبډلې ته ماته ورکړه او پايلوبې ته يې لار پېدا کړه. همدا راز په دويمه نيمه پايلوبه کې چې هره لوبډله بريا خپله کړي، هغه د پاکستان ايمرجينګ لوبډلې سره په پايلوبه کې مخامخ شي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …