کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د (الله اکبر) چیغه له هرات راپورته او په ټول هېواد کې خپره شوه
الله اکبر

د (الله اکبر) چیغه له هرات راپورته او په ټول هېواد کې خپره شوه

له پرونه راهیسې په افغانستان کې ټولې ټولنیزې رسنۍ د (الله اکبر) په لاهوتي نعرې باندې ډکې دي او هر څوک که نور څه نه لیکي، خو یوازې (الله اکبر) یې حتما لیکلي وي.

د (الله اکبر) نعره پرون لومړی په هرات پورته شوه او له هغه وروسته دا نعره په ټول هېواد کې خپره شوه، چې ډېری خلکو د طالبانو د نابودۍ او د ملي قیام نعره هم وګڼله.

په ټولنیزو رسنیو کې د هرات هغه ویډیوګانې خپرې شوې دي، چې هراتیان د ملي اردو په ملاتړ راپورته کېږي او د الله اکبر نعرې وهي.

د یادولو وړ ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې په هرات کې جنګ روان دی، چې ویل کېږي د اسماعیل خان کور هم د طالبانو لاس ته ورغلی و، خو اوس ملي اردو د طالبانو پر ضد عملیات پیل کړي دي.

لیکوال او شاعر طایر ځلاند بیا دا هم لیکلي دي: ((چې یواځې عربي یې زده وي هغه د الله اکبر په مانا نه پوهیږي.)) د صدیق الله عابد په نوم یو کس لیکلي دي: ((د ازادۍ چیغه، د خپلواکۍ چیغه، د هېواد د عزت او ساتلو چیغه، الله اکبر.))

دا هم ولولئ

عبدالله عبدالله

ډاکتر عبدالله عبدالله هم چوپتیا ماته کړه او ویلي دي چې د زور له لارې په نورو خپلې غوښتنې منل، ښې پایلې له ځان سره نه لري

د هېواد د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم بالاخره چوپتیا ماته …