کورپاڼه / سياست او روانې چارې / سعودي عربستان ته په سیاحتي وېزه تلونکي کسان عمره هم کولی شي
سعودي عربستان

سعودي عربستان ته په سیاحتي وېزه تلونکي کسان عمره هم کولی شي

د سعودي عربستان حکومت د سیاحتي وېزو په اړه نور معلومات هم خپاره کړي دي. د کورونا له امله یو نیم کال وروسته سعودي عربستان د ۴۹ هېوادونو وګړو ته د سیاحتي وېزو ورکولو اعلان کړی دی.

د سیاحتي وېزو لپاره یو انلاین وېبپاڼه جوړه شوې ده او د دغه ۴۹ هېوادونو وګړي کولای شي چې په انلاین بڼه وېزه ترلاسه کړي. انلاین وېزه د ۱ کال لپاره ورکول کېږي او یو ځل چې کوم کس د سیاحت لپاره سعودي عربستان ته لاړ شي، نو هلته بیا ۹۰ ورځې وخت تېرولای شي او په سیاحتي وېزه باندي خلک کولای شي چې عمره هم وکړي.

سعودي عربستان ته چې کوم خلک د سیاحت لپاره ځي، نو د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره عملي شوې لارښوونې به مني. همدا راز هغه کسان چې واکسین یې کړی وي، هغوی کولای شي چې سعودي عربستان ته ورشي.

سعودي عربستان د انلاین وېزو لپاره جوړې کړې وېبپاڼه کې د سیاحت او تر څنګ یې د عمرې په اړه هم معلومات خپاره کړي دي، همدا راز په سعودي عربستان کې د سیاحت د ټولو ځایونو په اړه یې هم ضروري معلومات خپاره کړي دي.

په دغه وېبپاڼه کې ویل شوي دي، چې سعودي عربستان بلها ډېر تاریخي، کلتوري او تفریحي ځایونه لري چې خلک به یې لیدو ته لېوالتیا ښکاره کړي او له دې سره به په سعودي عربستان کې سیاحت هم وده وکړي.

دا هم ولولئ

حامد کرزی

حامد کرزي د تـا لـیـبـا نـو د رسمیت لپاره ورته سپینې سپینې وویلې

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ا.ا د نړیوال مشروعیت لپاره هغوی ته سپینې …