کورپاڼه / سياست او روانې چارې / میرزکوال: ستاسو د الله اکبر نعرې به د حق د لارې د سپېڅلو اتلانو ارادې لا پیاوړې او مورال لا اوچت کړي
عبدالستار میرزکوال

میرزکوال: ستاسو د الله اکبر نعرې به د حق د لارې د سپېڅلو اتلانو ارادې لا پیاوړې او مورال لا اوچت کړي

د کورنیو چارو سرپرست وزیر جنرال عبدالستار میرزکوال له ولس څخه مننه کړې ده چې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ یې د (الله اکبر) نعرې پورته کړي دي.

د (الله اکبر) نعرې پرون اول د هرات ولایت څخه راپورته شوې، چې د دغه ولایت خلکو د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ د دې نعرو سره راپورته شو.

د هرات ولایت د الله اکبر نعرو د ویډیوګانو له خپرېدو وروسته په ټول هېواد کې خلکو د (الله اکبر) نعرې پورته کړې او ټولې ټولنیزې رسنۍ همدې یوې نعرې نیولي دي.

اوس تازه د کورنیو چارو سرپرست وزیر جنرال عبدالستار میرزکوال هم د (الله اکبر) نعرو په پورته کولو له ولس څخه مننه کړې ده او ویلي یې دي:

((قدرمن ولسه! مننه، ستاسو د الله اکبر نعرې به د حق لارې د سپېڅلو اتلانو (افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو) ارادې لا پياوړې او مورال لا اوچت کړي. ډاډه اوسٸ بريا د افغان ولس ده.))

دا هم ولولئ

ملاله یوسفزۍ: په افغانستان کې دې ټولو انجونو ته د زده کړو کولو اجازه ورکړل شي

ملاله یوسفزۍ، چې په کم عمر کې یې د نوبل جاېزه واخیسته او د زده …