کورپاڼه / اسلام / دغه سورت وظیفه وګرځوئ او له ناروغیو خوندي پاتې شئ

دغه سورت وظیفه وګرځوئ او له ناروغیو خوندي پاتې شئ

که له یوې خوا قرانکریم پر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم نازل شوی او د مسلمانانو د لارښوونې لپاره رالېږل شوی دی، نو له بلې خوا یې لوستل ثواب لري او بدني او رواني ناروغۍ ختموي.

په اوسني مصروفه ژوند کې هر انسان په یو نه یو ډول ناروغۍ اخته وي د بېلګې په توګه د سرطان، شکر او معدې ناروغۍ عامې شوي دي.

که چېرته ستاسې په کور کې کوم څوک ناروغ وي او د ناروغۍ ډول هم که غټ یا کوچنی وي، ددې لپاره کله چې سهار له خوبه پورته شوئ، نو په تشه ګېډه یو ځلې د سورت الرحمن تلاوت وکړئ. ان شاء الله چې الله به صحت درکړي.

که چېرته کوم څوک ناروغ وي او پخپله ددې توان نه لري چې سورت تلاوت کړي، نو هر بل څوک دې د ناروغ شخص لپاره سهار په تشه ګېډه سورت الرحمن تلاوت کړي، په اوبو دې دم او په ناروغ دې یې وڅښي، ان شاء الله روغتیا به په برخه شي.

خو هغه څوک چې په خپله تلاوت کولی شي نو هغه ته پکار ده، چې سهار دې له خوبه د پورته کېدو پر وخت دې سورت الرحمن تلاوت کړي نو الله تعالی به یې له هر ناروغۍ څخه خوندي وساتي.

دا هم ولولئ

کله چې نوکونه پرې کوئ نو دا آیت شریف پرې ولولئ

که چېرته له کوم غم، درد، ناروغۍ یا کومې بلې ستونزې سره مخ یاست، نو …