کورپاڼه / بېلا بېل / د سعودي عربستان له یوه غار (سموڅې) څخه د انسانانو او حیواناتو زرګونه کاله پخواني هډوکي ترلاسه شوي

د سعودي عربستان له یوه غار (سموڅې) څخه د انسانانو او حیواناتو زرګونه کاله پخواني هډوکي ترلاسه شوي

ساینسپوهانو د سعودي عربستان په شمال لویدیځ کې له یو غار یا سموڅې څخه د انسانانو او حیواناتو زرګونه کاله پخواني هډوکي ترلاسه کړي.

ساینسپوهان وایي چې دغه هډوکي له تېرو اوه زره کلونو ترمنځ راټول شوي دي. د یوې څېړنې له مخې چې په العربیه کې خپره شوې ویل کېږي چې دغه هډوکي په ام جرسان کې په یو نیم کیلومیتره اوږد سرنګ کې د زرګونو کلونو په پایله کې راټول شوي.

راپور زیاتوي چې دغه هډوکي په ډېر ښه ډول سره خوندي شوي او دغه سرنګ د سعودي عربستان د حرات بارلاوا میدان کې موقیعت لري.

په دې هډوکو کې د آسونو، موږکانو، اوښانو او انسانانو هډوکي شامل دي. څېړونکې ساینسپوه سټیوي سټیوراټ پخپل ټویټر لیکلي دي چې په زرګونه کلونو کې د راټولو شوو هډوکو څخه موږ په دې پوهېږو چې لاوا ټیوب د هډوکو د خوندیتوب لپاره غوره چاپیریال چمتو کوي.

سټیوراټ لیکي چې په یوه داسې سیمه کې چې هلته د هډوکو ساتنه ناممکن وي، د ام جرسان په څېر ځایونه د څېړنو لپاره په زړه پورې دي، هغه وایي چې په دې تړاو نورې څېړنې روانې دي.

دا هم ولولئ

میرمنې د ماشوم د زېږون او روزنې پرمهال له کومو ننګونو سره مخ کېږي؟

د یوې تازه او څېړنېز سروې پر اساس له میرمنو د ماشومانو د زېږون او …