کورپاڼه / خبرونه / ګلشن ګروور مهیندر سینګ دهوني ته: زموږ په کارونو کې لغته مه وهه
ګلشن ګروور او مهیندر سینګ دهوني

ګلشن ګروور مهیندر سینګ دهوني ته: زموږ په کارونو کې لغته مه وهه

د هندي سینما مشهور اداکار چې په فلمونو کې زیات وخت د بدمعاش کردار لوبوي، د هند پخواني کپتان مهیندر سینګ دهوني ته ویلي دي، چې زموږ په کارونو کې لغته مه وهه.

د هند د مخکښ پخواني کپتان او کرکټر مهیندر سینګ دهوني ځینې نوي عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي دي، چې ډېر زیات لاس په لاس کېږي او د هغه د دې نوې بڼې ستاینه کېږي.

د دهوني دغه عکسونه مشهور اداکار ګلشن ګروور هم په ټویټر کې خپاره کړي دي او د هغه د عکسونو ستاینه یې کړې ده، خو دا یې هم ورته ویلي دي، چې د بدمعاش کردارونه (په فلمونو کې) مه منه، ځکه دا به زموږ په کار کې لغته وهل وي.

ګلشن ګروور همدا راز په خپل ټویټ کې زیاته کړې ده، چې زما درې وروڼه سنجی دت، سنیل شیټي او جیکي شروف له مخکې دا دنده پیل کړې او غواړي چې ما بهر کړي.


د یادولو وړ ده چې ګلشن ګروور په هندي سینما کې د (بېډمېن) یا (بد سړي) په نوم هم پېژندل کېږي، چې هغه په خپل یو فلم کې داسې یو کردار هم لوبولی و، بلخوا مهیندر سینګ دهوني له کرکټ وروسته د فلمونو جوړولو یو پروډکشن هم جوړ کړی دی، چې ښايي د ای پي ایل له پرېښودو وروسته دې طرف ته مخه کړي.

دا هم ولولئ

افغان نولس کلنو لوبډلې بنګله دېش ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش نولسو کلنو لوبډلو ترمنځ د پنځه یوه ورځنیو لوبو په …