کورپاڼه / روغتيا / غوړي یا کوچ؛ کوم یو یې ډېر ګټور وي؟

غوړي یا کوچ؛ کوم یو یې ډېر ګټور وي؟

ډېر شمېر خلک کوچو ته په غوړیو ډېره ترجیح ورکوي او یو صحت مند متبادل یې ګڼي، خو باید وویل شي چې کوچ د غوړیو ډېر شفاف ډول دی، دواړه له یو ډول شېدو څخه ترلاسه کېږي او غذایي تشکیل هم تقریباً برابر وي.

په خوراکي توکو د دواړو اغېز او غذاییت هم تقریباً یو شان وي، خو بیاهم د ځینو دلیلونو له مخې دواړه بېلابېل مصنوعات ګڼل کېږي، راځئ چې دلته یې توپیر واضح کړو.

که په عموم کې وکتل شي نو غوړ په ډېرو خوراکونو کې استعمالېږي، خو د کوچو د استعمال ساحه بیا محدوده ده او د دواړو د خوندي ساتلو طریقه هم سره توپیر لري، غوړي په عام تودوخه کې او کوچ بیا په یخچال کې ساتل کېږي.

په غوړیو کې د فیټ اندازه د کوچو په پرتله ۶۰ سلنه ډېره وي او په سل ګرامه کې ۹۰۰ کالوري لري، خو کوچ بیا په سل ګرامه کې درې ګرامه غوړ او ۷۱۷ کالوري لري.

غوړي د کوچ په پرتله لږ پروټین لري، دواړه یو ډول غذایي توکي لري خو غوړ بیا د شکر لیکټوس او پروټین کیسین څخه پاک وي، نو هغه کسان چې له لیکټوس او کیسین سره حساسیت لري د هغوی لپاره ګټور وي.

دا هم ولولئ

آیا په رښتیا بادرنګ کولی شي چې د سترګو حلقې ختمې کړي؟

ډېر شمېر میرمنې په کورونو کې بادرنګ راخلي، هغه ټوټه-ټوټه کوي او بیا یې پر …