کورپاڼه / سياست او روانې چارې / نن شپه ۹ بجې به د امنیتي ځواکونو په ملاتړ د کابل اسمان د (الله اکبر) له نعرو ډک شي
امنیتي ځواکونه

نن شپه ۹ بجې به د امنیتي ځواکونو په ملاتړ د کابل اسمان د (الله اکبر) له نعرو ډک شي

نن شپه ۹ بجې په کابل کې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ خلک د خپلو کورونو بامونو ته پورته کېږي او د (الله اکبر) نعرې وهي.

تېره شپه په هرات کې خلکو د خپلو کورونو څخه د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ د (الله اکبر) نعرې وهلې، چې دغه نعرې اوس په ټول هېواد کې خپرې شوې دي.

له پرونه راهیسې په افغانستان کې ټولنیزې رسنۍ هم د (الله اکبر) له نعرې ډکې دي او لا هم خلک د همدې نعرې په اړه پوسټونه کوي، چې شمېر یې زرګونو ته رسېدلی دی.

اوس د مشهور سندرغاړي  فرهاد دریا په ګډون په کابل کې مشهورو خلکو په ټولنیزو رسنیو کې پوسټونه کړي دي او ویلي یې دي، چې نن شپه به په کابل کې د امنیتي ځواکونو د ملاتړ په موخه د الله اکبر نعرې وهي.

د الله اکبر د نعرو لپاره په کابل کې د شپې ۹ بجې وخت ټاکل شوی دی او له خلکو څخه غوښتنه شوې ده، چې د شپې په نهه بجې دې د خپلو کورونو له بامونو راښکاره او د الله اکبر غږ دې  بدرګه کړي.

دا هم ولولئ

ملاله یوسفزۍ: په افغانستان کې دې ټولو انجونو ته د زده کړو کولو اجازه ورکړل شي

ملاله یوسفزۍ، چې په کم عمر کې یې د نوبل جاېزه واخیسته او د زده …