کورپاڼه / هنر او کلتور / نینا ګپتا: ما په داسې فلمونو کې کار کړی چې د نه خپرېدو دعا مې کوله

نینا ګپتا: ما په داسې فلمونو کې کار کړی چې د نه خپرېدو دعا مې کوله

د هندي فلمونو اداکاره یا هنرمنده نینا ګپتا ویلي دي، چې په تېر کې یې د مجبورۍ په سبب په داسې فلمونو کې کار کړی، چې هغه یو فلم یې هم خوښ نه و.

نینا ګپتا له یوې هندي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې پر تلویزون ما داسې کوم رول نه دی لوبولی، چې هغه دې زما د خوښې وړ نه وي، خو په فلمونو کې مې ډېر داسې کردارونه لوبولي دي.

هغه زیاتوي چې ما ځکه داسې کردارونه لوبولي چې هغه وخت مې پیسو ته اړتیا وه او داسې فضول کار مې هم کړی دی چې تاسو به یې تصور هم ونشئ کړلی.

هغه مخکې وایي چې هغه داسې فلمونه ول چې ما دعا کوله چې کله یې هم ونه ګورم یا دې هیڅکله خپور نه شي، هغه کردارونه مې هم ولوبول چې په ډېر بد ډول لیکل شوي ول، ځکه ما ورته اړتیا لرله.

د یادولو وړ ده چې نینا ګپتا اوسمهال ۶۲ کاله عمر لري، هغه په ۱۹۵۹ د میې په میاشت کې زېږېدلې او په مسلکي توګه فلمي اداکاره او د تلویزون ډرامو ډایریکټره ده.

دا هم ولولئ

مادهون: غواړم د هریتیک په څېر فیټ او د کترینه کیف هیرو شم

د بالیووډ سینما اداکار رنګانتن مادهون هیله څرګنده کړې ده، چې هغه هم د خپل …