کورپاڼه / اسعار / ۱۲ اسد ۱۴۰۰ – سې شنبه: د افغانیو پر وړاندې د بهرنیو اسعارو ننني نرخونه
افغانۍ او بهرني اسعار

۱۲ اسد ۱۴۰۰ – سې شنبه: د افغانیو پر وړاندې د بهرنیو اسعارو ننني نرخونه

امریکايي ډالر چې له تېرو دوو ورځو راهیسې یو څه پورته شوي ول او ۸۰ افغانیو ته رسېدلی و، نن د (۱۲ اسد ۱۴۰۰ \ ۳ اګست ۲۰۲۱) د سې شنبې په ورځ ۱۰ پوله ارزانه شوي او په سرای شهزاده کې په ۷۹.۹۰ افغانیو دي.

همدا راز یورو په ۹۳.۸۰ افغانۍ، پاونډ په ۱۰۹.۸۰ افغانۍ، د سویس فرانک په ۸۶ افغانۍ، د اسټرالیا ډالر په ۵۷.۶۰ افغانۍ او د کاناډا ډالر په ۶۲.۵۰ افغانۍ دي.

د ډنمارک کرون په ۱۲.۳۰ افغانۍ، د ناروې کرون په ۸.۸۰ افغانۍ، د سویډن کرون په ۸.۹۵ افغانۍ، د سعودي عربستان ریال په ۲۱ افغانۍ، د متحده عربي اماراتو درهم په ۲۱.۵۵ افغانۍ، د کویټ دینار په ۲۵۰ افغانۍ، د قطر ریال په ۲۰ افغانۍ او د بحرین دینار په ۲۰۰ افغانۍ دی.

د ترکیې لېره په ۹.۷۵ افغانۍ، د چین ین په۱۱.۴۰ افغانۍ، د روسیې روبل په ۱.۰۵ افغانۍ، د جاپان ۱۰۰۰ ین په ۷۰۰ افغانۍ، د ایران ۱۰۰۰ تومان په ۳.۱۰ افغانۍ، د هند ۱۰۰۰ روپۍ په ۱۰۷۰ افغانۍ او د پاکستان ۱۰۰۰ روپۍ په ۴۸۹ افغانۍ دي.

د یادولو وړ ده چې دا نرخونه تازه د سرای شهزاده له فیسبوکپاڼې څخه ترلاسه شوي دي، د بهرنیو اسعارو نرخونه د ورځې په جریان کې هم بدلېږي رابدلېږي.

دا هم ولولئ

افغانۍ او بهرني اسعار

۲۳ سنبله ۱۴۰۰ کال: د افغانیو پر وړاندې د بهرنیو اسعارو تازه نرخونه

امریکایي ډالر، چې د تېره ورځ په ۸۵.۸۰ افغانیو باندې تبادله کېدل، نن یې په …