کورپاڼه / روغتيا / سپینه سرکه تر کومه حده روغتیایي ګټې لري؟

سپینه سرکه تر کومه حده روغتیایي ګټې لري؟

سرکه یو له هغه توکو څخه ده چې په هر کور کې موندل کېږي او په استعمال سره یې ډېر روغتیایي ګټې لري. د سرکې د ګټو په اړه د ساینس ترڅنګ اسلام هم واضحه پیغامونه لري.

سرکه ډېر زیات ډولونه لري چې هر ډول یې له ځانګړو ګټو څخه برخمن وي، خو په دې ټولو ډولونه کې سپینه سرکه ترټولو ډېره استعمالېږي، چې په سلاد کې هم د ګټې اخیستنې وړ ده.

دغه راز له سرکې څخه د پاکوالي او صفایۍ په برخه کې هم ګټه اخیستل کېږي او ترڅنګ یې د خېټې ناروغۍ له منځه وړي، د کولمو لپاره ګټور وي او په اسلامي تعلیماتو کې هم غوره ګڼل شوي.

که چېرته سرکه ګرمه او بیا غړغړه شي نو په پایله کې د غاښونو درد ختموي او ورۍ قوي کوي او په منظم ډول یې استعمال د خېټې وازده اوبه کوي، نو که چېرته په تړمو اوبو کې سرکه واچول شي نو پرته له ورزشه مو وزن کموي.

دغه راز د سرکې په استعمال سره د وینې منفي کلیسترول او شکر برابرېږي، دفاعي سیستم پیاوړی کوي او د سرطاني حجرو څخه خونديتوب رامنځته کوي او هغه کسان چې ډېره غوښه خوري هغوی ته د سرکې استعمال ډېر اړین وي.

دا هم ولولئ

لامده شوی بادام او چارمغز وخورئ، حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

د سهار ناشته زموږ پر روغتیا او طبیعت ډېرې اغېزې لري او روغتياپالان ډېری وخت …