کورپاڼه / سياست او روانې چارې / پاکستان: موږ په افغانستان کې د هېڅ یوې ځانګړې ډلې ملاتړ نه کوو
شاه محمود قریشي

پاکستان: موږ په افغانستان کې د هېڅ یوې ځانګړې ډلې ملاتړ نه کوو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له خپلو هغه خبرو څخه په شا شوی دی، چې د طالبانو په اړه یې کړې وې او اوس یې تازه خبرو کې ویلي دي، چې پاکستان په افغانستان کې د هېڅ یوې ځانګړې ډلې ملاتړ نه کوي.

شاه محمود قریشي څو ورځې وړاندې له یوې بهرنۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي و، چې هغه د دې ضمانت ورکوي چې طالبان په افغانستان کې داعش نه پرېږدي.

شاه محمود قریشي دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو په ملاتړ یې خبرې کړې وې، بلکې له دې مخکې یې هم څو څو ځلې په افغانستان کې د طالبانو د ملاتړ په اړه خبرې کړې وې، چې له دې وجې ورته خلکو د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر هم ویل.

د هغه د دې وروستیو څرګندونو په اړه هم سختې نیوکې وشوې او په ټولنیزو رسنیو کې بیا ډېرو پاکستانیانو هم پر هغه نیوکې وکړې، او ورته یې وویل، چې که خامخا د طالبانو ملاتړ کوي، نو په پاکستان کې دې ورته واک وسپاري.

اوس تازه شاه محمود قریشي ویلي دي، چې د هغه خبرو څخه غلط مطلب اخیستل شوی دی، هغه وايي پاکستان په افغانستان کې د هېڅ یوې ډلې ملاتړ نه کوي، موږ ټول افغانان د سولې پروسه کې برخوال لیدل غواړو او افغانان به د خپل راتلونکي پرېکړه په خپله کوي.

دا هم ولولئ

عبدالله عبدالله

ډاکتر عبدالله عبدالله هم چوپتیا ماته کړه او ویلي دي چې د زور له لارې په نورو خپلې غوښتنې منل، ښې پایلې له ځان سره نه لري

د هېواد د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم بالاخره چوپتیا ماته …