کورپاڼه / خبرونه / بنګله دیش ته د انګلستانۍ لوبډلې سفر د (ای پي ایل) په سبب وځنډېده

بنګله دیش ته د انګلستانۍ لوبډلې سفر د (ای پي ایل) په سبب وځنډېده

بنګله دیش ته د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې سفر د هند سوداګریزو سیالیو (ای پي ایل) په سبب وځنډول شو.

د انګلستاني رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې ټاکل شوې وه چې د راتلونکې سپتمبر په میاشت کې به د انګلستان کرکټ ملي لوبډله، بنګله دیش ته سفر وکړي او هلته به درې یوه ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې به ترسره کړي.

خو اوس ویل کېږي چې دغه لوبه به د هند تجارتي لیګ په سبب وځنډول شي. راپور زیاتوي چې د ای پي ایل پاتې لوبې، چې د کورونا په سبب ځنډېدلې وې، د سپتمبر په ۱۹مه نیټه پیلېږي.

دغه راز راپورونه دا هم وایي چې لوبغاړو ته به د آرام یا استراحت واک هم ورکړل شي، په داسې حال کې دغه پرېکړه به لوبغاړي پخپله کوي.

د یادولو وړ ده چې د انګلستان ملي لوبغاړو مورګن، جوس بټلر او نورو د هند تجارتي لیګ له فرینچایزز سره تړون لاسلیک کړی دی.

دا هم ولولئ

روهیت شرما د ۲۰۰۷ کال نړیوال جام پایلوبې کېسه کړې

د هند کرکټ ملي لوبډلې پیاوړي روهیت شرما د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰۰۷ کال …