کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د بلیک هول پر شاوخوا د اور په ډول روښنایي موندل شوې

د بلیک هول پر شاوخوا د اور په ډول روښنایي موندل شوې

په فضاء کې د روښنایۍ ځانګړې نظاره، د مشهور فزیکپوه البرټ اینسټاین د اضافت نظریه تاییدوي. د سټینفورډ پوهنتون د ستور پېژندونکو یوې ډلې د بلیک هول له شا راوتونکې رڼا لېدلې چې د انساني تاریخ لومړنۍ مشاهده ګڼل کېږي.

د سټیفورډ پوهنتون ستور پېژندونکې ډین ولکنز او د هغه ملګرو له ځمکې څخه د اته سوه میلونه نوري کلونو په فاصله کې د یو بلیک هول پرشاوخوا د ایکسری وړانګې مشاهده کړي او دغه بلیک هول د یو کهکشان په مرکز کې واقع دی.

دوی د ایکسری د وړانګو کوچنۍ غوندې ځلا ولېدله چې له بېلابېلو رنګونو څخه جوړه شوې وه او هغه له بلیک هول لېرې لېدل کېږي. په دې اړه ویل کېږي کله چې یو بلیک هول ته روښنایي دننه کېږي نو بېرته ترې نه راوځي، ځکه خو یې تر شا څه نه لېدل کېږي.

خو دا ځل د بلیک هول مشاهده ممکنه شوې ځکه چې بلیک هول فضاء نېولې ده او روښنایي تاوېږي او پر خپله شاوخوا مقناطس تاووي. څېړونکې وایي چې د بلیک هول پر شاوخوا ګرځېدونکو وړانګو په مرسته د بلیک هول داخلي جوړښت څېړي.

د سټینفورډ پوهنتون استاد وایي چې پنځوس کاله وړاندې کله چې ستور پېژندنکو په دې اړه قیاسونه کول چې مقناطیسي ساحه بلیک هول ته نږدې څه ډول غبرګون ښیي، هغوی په دې نه پوهېدل چې موږ به یوه ورځ داسې ټیکنالوژي ولرو چې په نېغ په نېغه به یې مشاهده کوو.

دا هم ولولئ

په دې موبایلونو کې به جي میل، یوټیوب او نورې مهمې اپلیکیشنې نور کار نه کوي

ګوګل د اندراید کاروونکې په لویه ستونزه کې واچول او پرېکړه یې کړې چې د …