کورپاڼه / جالب / هغه الوتونکې یا مرغۍ چې له حیواناتو ویښته وباسي

هغه الوتونکې یا مرغۍ چې له حیواناتو ویښته وباسي

د امریکا الینوایی پوهنتون ساینسپوهانو یوه داسې حیرانوونکې او په زړه پورې الوتونکې موندلې ده، چې له تي لرونکو حیواناتو څخه ویښتان وباسي.

راپورونه وایي چې دغه الوتونکې یا مرغۍ، چې سینه یې توره ده، ټټ ماوس نومېږي او ډېره ښکلې ښکاري خو په معصومیت یې ونه غولېږئ ځکه چې له نورو ویښته لرونکو حیواناتو سره کېنه لري او ویښته یې وباسي.

ساینسپوهان وایي چې دوی پر یوټیوب د ډېرو ویډیوګانو له لېدو وروسته په دې الوتونکې څېړنې پیل کړې. دغه الوتونکې له انسانانو، غواګانو، اوزو، سپیو، پیشوګانو او نورو حیواناتو څخه ویښتان وباسي او ځانته ترې ځاله جوړوي.

په دې اړه څېړونکی استاد مارک هوبر وایي که څه هم ددغه الوتونکې پر ځاله جوړونه څېړنو ته اړتیا ده، خو د نړۍ په معتدلو سیمو کې د نورو حیواناتو له ویښتانو د ځالې جوړونې دغه ډول پېښې ډېر لېدل شوي دي.

دغه الوتونکې د هګۍ د ګرم ساتلو لپاره د نورو حیواناتو ویښتانو پټوي او دغه ویښته له هغه حیواناتو څخه پټوي چې وېده وي، که څه هم دغه مرغۍ له مړو حیواناتو ویښته وباسي خو له ژوندیو حیواناتو هم ویښته وباسي.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلي ولې تړل شوی دی؟

د هند کرکټ ملي لوبډلې د لوبډلمشر ویرات کوهلي یو داسې عکس په دې ورځو …