کورپاڼه / روغتيا / هغه عادتونه چې د شکر ناروغۍ خطر ډېروي

هغه عادتونه چې د شکر ناروغۍ خطر ډېروي

شکر، چې ذیابیطس هم ورته ویل کېږي، هغه ناروغي ده چې په وینه کې د شکر د کچې د کمېدو یا خرابېدو په پایله کې واقع کېږي. د شکر ناروغي ډېرې نښې نښانې لري چې په هغې بیا بیا ځلې متیازې کول، وزن کمېدل، لوږه، د پښو سوخت یا جام کېدل شامل دي.

دغه راز د شکر په سبب زړه، د وینې رګونه، ګردې، سترګې، اعصاب او نور غړي هم اغېزمن کېږي او د شکر د مهم لاملونو څخه یو غیر صحت مندانه ژوند او غیر صحي خواړه دي. خو نن ورځ د ځینو هغه عادتونو په اړه خبرې کوو چې د شکر خطر تر ډېره زیاتوي.

لومړی: که چېرته تاسې د چایو مینوال یئ نو دا ښه خبره ده، ځکه چې د شکر مخنیوی کوي. دویم: که چېرته تاسې د شپې تر ناوخته ویښ پاتې کېږئ نو باید پوه شئ چې د شکر خطر مو د نورو په پرتله ډېر دی.

دریم: که تاسې په پلاستیکي لوښو کې له ګرمو خوړو څخه ګټه پورته کوئ، نو باید پوه شئ چې دغه عادت مو بد دی او کولی شي چې د شکر کچه مو خرابه کړي. څلورم: که چېرته له پروباییوټیک درملو ډېره ګټه پورته کوئ نو باید پوه شئ چې دا هم د شکر کچه ډېروي.

پنځم: ذهني فشار هم د شکر کچه ډېروي، د زړه درزا او فشار لوړوي او دفاعي سیستم کمزوری کوي. شپږم: د اوبو کم استعمال هم د شکر د خطر ډېروي. اووم: ناشته نه کول هم یاد خطر تر ډېره زیاتوي. اتم: سګریټ څکونه هم ددې خطر د ډېرېدو لامل ګرځي.

دا هم ولولئ

لېمو د کومو ناروغیو څخه مخنیوی کوي؟

لېمو، چې په جوړښت کې یې په ډېره اندازه ویټامین سي موجود وي، د ډېرو …