کورپاڼه / خبرونه / بیل ګیټس او ملینډا ګیټس د طلاق پر کاغذونه لاسلیک وکړ

بیل ګیټس او ملینډا ګیټس د طلاق پر کاغذونه لاسلیک وکړ

د مایکرو سافت بنسټ ایښودونکې بیل ګیټس او د هغه پخوانۍ میرمنې ملینډا ګیټس له طلاق څخه درې میاشتې وروسته په رسمي ډول د طلاق پر کاغذونه لاسلیک وکړ.

د بریتانیې د انلاین ورځپاڼې دی میل د راپور له مخې ویل کېږي چې د واشنګټن قاضي قضات د دواړو ترمنځ د طلاق پر کاغذ لاسلیک وکړ او دواړه یې په رسمي ډول سره بېل کړل.

بیل ګیټس او ملینډا ګیټس د روان کال د میې په ۲۷مه د طلاق اعلان وکړ. ملینډا ګیټس په واشنګټن کې له محکمې د طلاق په قضیه کې ویلي ول چې له بیل ګیټس سره یې ګډه اړیکه ستونزمنه شوې ده.

راپور زیاتوي هغوی دواړو له وړاندې د سرمایې د ویش په اړه تړون لاسلیک کړی و. بیل ګیټس په مجموعي ډول ۱۳۰ بیلونه ډالر سرمایه لري چې په دې ۶۵ بیلونه د هغه د میرمنې حق جوړېږي.

بل لوري ته رسنۍ د بیل ګیټس او ملینډا ګیټس د طلاق په اړه ادعا کوي، چې د دوی دواړو ترمنځ طلاق ځکه واقع شوې چې بیل له جیفري ایپسټین سره لېدنې ډېرې کړې وې.

دا هم ولولئ

آریانا تلویزون هم د شل اوریز نړیوال د خپرولو حقوق ترلاسه کړل

له ملي سپورټ تلویزون وروسته د آریانا تلویزوني شبکې هم په رسمي بڼه د د …