کورپاڼه / روغتيا / د ویښتانو د تورولو یا طبیعي رنګ خپلولو درې لارې چارې

د ویښتانو د تورولو یا طبیعي رنګ خپلولو درې لارې چارې

هسې خو د ویښتانو سپینېدل یا یې طبیعي رنګ ختمېدل یوه طبیعي کړنه ده، چې د عمر په ډېرېدو سره هرڅوک ورسره مخ کېږي. د انسان ویښته په عموم کې له ۳۵ کلنۍ وروسته سپینېږي، خو په ځوانۍ کې هم ممکن دي. دلته یو څو هغه طریقې درښیو چې چې د ویښتانو د سپینوالي مخنیوی کوي.

لومړی: نکریزې د ویښتانو لپاره یو غوره کنډیشنر ګڼل کېږي او په عموم کې د ویښتانو د رنګونې لپاره کارول کېږي، خو د نکریزې سرخي بیا د خلکو دومره نه خوښېږي.

خو ددې لپاره چې د ویښتانو رنګ مو ښکلی وي، نو یوه پیاله کافي جوړه کړئ، په هغې کې نکریزې لمدې کړئ او پر ویښتانو یې ووهئ، نو د ویښتانو رنګ به مو په طبیعي ډول تور شي او د مصنوعي رنګونو په څېر زیان هم نه ورته رسوي بلکې ګټورې وي.

دویم: لېمو اوبه او د ارهنډو تېل په برابره اندازه راواخلئ، د سر ویښتانو مو په سم ډول سره مساج کړئ او وروسته یې ووینځئ نو د ویښتانو خپل طبیعي رنګ به بېرته راوګرځي.

دریم: په یوه پیاله اوبو کې دوه کاچوغې د چایو پاڼې ښې وایشوئ، بیا پکې یوه کاچوغه مالګه واچوئ، کله چې سړې شوې نو پر ویښتانو یې ووهئ او بیا یې په ساده اوبو ووینځئ، د ویښتانو رنګ به مو طبیعي شي.

دا هم ولولئ

ولې په تشه ګېډه د کېلې خوړل ښه نه وي؟

  کېله یو له هغه مېوو څخه ده، چې د روغتیا لپاره ډېره ګټوره تمامېږي. …