کورپاڼه / خپلواک / اسټراليا د پاکستان ټوله لوبډله په ٢٤٠ منډو راټوله کړه
اسټراليا

اسټراليا د پاکستان ټوله لوبډله په ٢٤٠ منډو راټوله کړه

خپلواک وېبپاڼه (٢١ نومبر ٢٠١٩): د اسټراليا او پاکستان لوبډلو ترمنځ نن د ټېسټ سيالي د اسټراليا په بريسبين کې پيل شوه، چې په لومړۍ ورځ، د ورځې تر پاى پورې اسټراليا د پاکستان ټول لوبغاړي په ٢٤٠ منډو وسوځول.

د لوبې په پيل کې پچه د پاکستان لوبډلې وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

پاکستان په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ٢٤٠ منډې وکړې، چې له ډلې يې اسد شفيق ٧٦، اظهر علي ٣٩، محمد رضوان ٣٧، شان مسعود ٢٧ او ياسر شاه ٢٦ منډې وکړې.

د اسټراليا له لوري بيا په زړه پورې توپ اچونه ترسره شوه چې مچل سټارک ٤، پاټ کومنز ٣، جوش هازلووډ ٢ او ناتن ليون ١ ويکټ ترلاسه کړه.

د يادولو ده چې پاکستانۍ لوبډله اوسمهال د اسټراليا هېواد په سفر ده، چې هلته به له اسټراليا لوبډلې سره دوه ټېسټ سيالۍ ترسره کړي، چې دا ټېسټ سيالۍ د ټېسټ اتلولۍ په نړيوال چېمپنشيپ کې شاملې دي.

همدا راز اسټراليا او پاکستان د درې شل اوريزو لوبو لوبلړۍ هم ترسره کړه، چې اسټراليا د ٢-٠ سره پاکستان ته ماته ورکړه. د دغه لوبلړۍ لومړۍ لوبه د باران له امله بې پايلې پاى ته رسېدلې وه، ګني په هغه لوبه کې هم اسټراليا بريا خپلوله.

د پاکستان لوبډلمشر اظهر علي هيله ښکاره کړې ده چې اسټراليا ته به په خپل کور کې ماته ورکړي، خو ياده دې وي چې پاکستان په تېرو ٢١ کلونو کې تراوسه پورې اسټراليا ته په اسټراليا کې کومه ماته نه ده ورکړې.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …