کورپاڼه / سياست او روانې چارې / محسن داوړ هم د (الله اکبر) نعره پورته کړه
محسن داوړ

محسن داوړ هم د (الله اکبر) نعره پورته کړه

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم) مخکښ غړي، ملتپال سیاستوال او د پاکستان د پارلمان غړي محسن داوړ هم د (الله اکبر) نعره پورته کړه.

د الله اکبر نعره چې پرون په هرات کې د خلکو له خوا د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ پورته شوه، اوس په ټول هېواد کې خپره شوې ده.

له پرونه راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې د الله اکبر نعره د هر فکر د خلکو له خوا پورته کېږي او ټولې ټولنیزې رسنۍ همدې الله اکبر نیولي دي.

په دې برخه کې بیا محسن داوړ هم د الله اکبر نعره پورته کړې ده، هغه په ټویټر کې الله اکبر لیکلي دي او د افغانستان بېرغ او کوتره یې هم ورسره ورکړي دي او په فېسبوک کې یې هم ورته پوسټ کړی دی.

د یادولو وړ ده چې نن د کابل او ننګرهار په ګډون د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د شپې نهه بجې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ د الله اکبر نعرې وهل کېږي.

دا هم ولولئ

عبدالله عبدالله

ډاکتر عبدالله عبدالله هم چوپتیا ماته کړه او ویلي دي چې د زور له لارې په نورو خپلې غوښتنې منل، ښې پایلې له ځان سره نه لري

د هېواد د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم بالاخره چوپتیا ماته …