کورپاڼه / سياست او روانې چارې / حامد کرزی طالبانو ته: د الله اکبر نعرې یو جدي خبرداری وګڼئ
حامد کرزی

حامد کرزی طالبانو ته: د الله اکبر نعرې یو جدي خبرداری وګڼئ

پخواني ولسمشر حامد کرزي په هرات او له هغه وروسته په ټول هېواد کې د ولس له خوا د طالبانو پر ضد او د ملي امنیتي ځواکونو په ملاتړ د الله اکبر نعرې د ملي پاڅون په مانا یادې کړې دي.

د حامد کرزي له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي، چې د خلکو له لوري د تکبیر نعرې د هېواد له ورانۍ او د پردۍ تپل شوې جګړې له خوا د خلکو بېزاري څرګندوي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې ده، چې د الله اکبر نعرې د روانې جګړې پر ضد د ملي پاڅون په مانا دي. هغه په طالبانو غږ کړی دی چې دا دې یو جدي خبرداری وګڼي.

د یادولو وړ ده چې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ پرون د هرات خلکو د الله اکبر نعرې پورته کړې، چې وروسته دا نعرې په ټول هېواد کې خپرې شوې.

نن د کابل او ننګرهار په ګډون په ځینو نورو ولایتونو کې هم د شپې نهه بجې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ ولس د الله اکبر نعرې پورته کوي.

دا هم ولولئ

حامد کرزی

حامد کرزي د تـا لـیـبـا نـو د رسمیت لپاره ورته سپینې سپینې وویلې

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ا.ا د نړیوال مشروعیت لپاره هغوی ته سپینې …