کورپاڼه / جالب / په ننګرهار کې یو کس د لاس په خامک د ملي مشرانو عکسونه جوړوي

په ننګرهار کې یو کس د لاس په خامک د ملي مشرانو عکسونه جوړوي

په ننګرهار کې د محمد عثمان په نوم یو کس د لاس په خامک سره په سپین ټوکر د ملي مشرانو او نور اشخاصو عکسونه جوړ کړي دي.

لاسي خامک یا په لاس سره خامک کول، لکه څنګه چې له نوم څخه بریښي د لاسي صنایعو له جملې څخه ګڼل کېږي، ترسره کول یې ډېر وخت ته اړتیا لري او بیا له داسې هنر څخه پکې کار اخیستل یې د جوړونکې په هنر دلالت کوي.

محمد عثمان، چې د لاس خامک په برخه کې د سترې وړتیا او هنر خاوند دی، وایي چې په ستن او تار باندې د ملي مشرانو او نورو اشخاصو عکسونه جوړوي.

هغه وایي چې لېوالتیا لري چې ترڅو د هغو مسولینو، امنیتي منسوبینو، سرتېرو او د هیواد د هغه دفاعي سرتېرو عکسونه جوړ کړي، د هیواد ساتنه کوي او ویاړ ور په برخه کوي.

نوموړی زیاتوي، چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دی او په مرستندويه ادارو او شتمنو خلکو یې غږ کړی، چې په دغه برخه کې يې لاسنيوی وکړي ترڅو خپل کسب او هنر ته ادامه ورکړي او اقتصاد يې هم ښه شي.

دا هم ولولئ

فضلي او اشرف

فضلي، اشرف ته: د هرې پرېکړې په اړه به ولس ته ځواب ورکوې

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس عزیزالله فضلي د غوراوي کمېټې مشر سره لیدلي او …