کورپاڼه / سياست او روانې چارې / مولانا قاسم بجلي ګهر وايي چې د پېغمبر (ص) د بدن خوله\عطر ورسره په کور کې دي
مولانا قاسم بجلي ګهر

مولانا قاسم بجلي ګهر وايي چې د پېغمبر (ص) د بدن خوله\عطر ورسره په کور کې دي

په کوزه پښتونخوا کې د مولانا بجلي ګهر زوی مولانا قاسم بجلي ګهر په یوه ویډیو کې وايي، چې هغه عطر یې ترلاسه کړې دي، چې د پېغمبر علېه السلام د بدن خوله پکې شامله ده.

یوه ویډیو چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ده، هغه پکې وايي چې د ملتان قاري شبیر صېب ورته یوه ورځ وویل، چې ته راشه، چې زه درته یوه انمول تحفه درکړم.

هغه وايي، د ماسخوتن لمانځه نه وروسته زه او درې ملګري ورغلو، زوی یې ولېږه، چې هغه شی راوړه، زوی یې عطر راوړ، کله چې یې د عطرو نه سر لیرې کړ، نو ټول جومات کې خوشبويي خپره شوه.

مولانا قاسم بجلي ګهر وايي، هغه راته وویل، چې ته پوهېږې دا کوم عطر دي؟ ما ورته وویل چې نه، نو هغه راته وویل چې دا واقعه دې اورېدلې ده چې پېغمبر علېه السلام یو صحابي ته خپله خوله مبارکه په بوتل کې ورکړې وه، ما ورته وویل، چې هو بالکل دا واقعه شته.

نو هغه راته وویل، چې دا خوله مبارکه همداسې ورو ورو راتلله، خلکو به پکې عطرونه اچول، اوس تر ما رارسېدلي دي، ما چې تاته کوم عطر درکړل، په دې کې د هماغه خولې اجزا شامل دي. هغه وايي، کله چې ما بوی کړل، نو تراوسه چې مې څومره عطرونه بوی کړي، د دغه عطرو بوی پکې نه و.

مولانا قاسم بجلي ګهر دا هم وايي، چې که یو څوک ماته ټول پېښور هم راکړي، نو زه ورته د دغه عطرو یو څاڅکی نه ورکوم، هغه وايي اوس هم راسره دا عطر پراته دي او کله کله یې په مېز ځانته کېږدم او سر ترې لیرې کړم، بیا یې بېرته کېږدم.

دا هم ولولئ

حامد کرزی

حامد کرزي د تـا لـیـبـا نـو د رسمیت لپاره ورته سپینې سپینې وویلې

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ا.ا د نړیوال مشروعیت لپاره هغوی ته سپینې …