کورپاڼه / جالب / د مڼې زړي خوړل څومره زیانمن وي؟

د مڼې زړي خوړل څومره زیانمن وي؟

په دې خو موږ ټول پوهېږو چې مڼه خوړل د روغتیا لپاره ډېره ګټوره وي او دا مقوله مو هم ډېره اورېدلې چې هره ورځ یوه مڼه وخورئ او ډاکټر ته له تګ څخه ځان وساتئ.

خو که له یوې خوا مڼه ګڼې روغتیایي ګټې لري، له بلې خوا یې کوچني ـ کوچني زړي د انسان د روغتیا لپاره زیانمن تمامېږي، حتی د مرګ لامل هم کېدلی شي.

که چېرته تاسې له مڼو سره د هغې زړي هم خورئ نو باید پام مو وي چې په یو وخت د مڼې دوه سوه دانې زړي ژوول یا خوړل، د روغتیا لپاره زیانمن تمامېږي.

په دې اړه روغتیایي کارپوهان وایي چې د مڼې زړي زهرجن وي او په جوړښت کې یې ساینسایډ موجود وي او که چېرته په مناسبې اندازې وخوړل شي نو زیان تمامېږي.

او که مناسبه اندازه وخوړل شي نو ویټامین بي ۱۷ یې د سرطان او ټیومر د ودې مخنیوی کوي او د اړینو حجرو ته دومره زیان نه رسوي او هغه حجرې له منځه وړي چې سرطان پیدا کوي.

دا هم ولولئ

هغه بنګله دېشۍ مېرمن چې شل کاله وړاندې یې د عملیاتو پرمهال په خېټه کې قینچیانې پاتې شوې وې

په بنګله دېش کې یوې مېرمنې شل کاله وړاندې عملیات ترسره کړي و، خو د …