کورپاڼه / جالب / هغه ناوې چې د واده په مراسمو کې یې هم ورزش پرېنښود+ویډیو

هغه ناوې چې د واده په مراسمو کې یې هم ورزش پرېنښود+ویډیو

د واده په مراسمو او هغه جامو کې چې د واده لپاره ځانګړي شوي، د غیر عادي کارونو ترسره کول د هرې انجلۍ هیله او غوښتنه وي، خو هندۍ ناوې داسې کړنه ترسره کړې چې شاید کوم بل څوک یې ترسره نه کړي.

کله چې کومه انجلۍ ناوې کېږي نو ډېرې لږې خبرې کوي، له خلکو سره ډېره نه کېني ترڅو د واده جوړه او میک اپ یې خراب نه شي، دغه راز څوک بې حیا هم ونه ګڼي.

خو پر هندي رسنیو خپرې شوې ویډیو کې یو ځل بیا خلک له حیرانۍ سره مخ کړي. دغه ویډیو چې د یوې ناوې ده، د ټولنیزو روایتونو په ماتولو یې خلک خندولي دي.

په دې ویډیو کې، چې په ټولنیزه رسنۍ انستاګرام خپره شوې ده، لېدل کېږي چې یوه ناوې، چې سره د واده جوړه یې پر غاړه وي، پر ځمکه سینه کشۍ کوي.

دغه ویډیو د هندي ورزش کار او د فټنس لارښود آنا اروړا له لورې خپره شوې او د ورزش کولو د اهمیت په اړه یې غوره پیغام ور کړی، تر اوسه پورې له پنځه سوه زرو څخه ډېر ځلې لېدل شوې ده.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by aana arora (@aan4490)

 

دا هم ولولئ

اوس کولی چې د فلم په کتلو هم روپۍ وګټئ

فلمونه په عموم کې د ساتېرۍ لپاره کتل کېږي او په دې کې ځینې فلمونه …