کورپاڼه / سياست او روانې چارې / کریس الیګزندر هم د (الله اکبر) نعره بدرګه کړه
کریس الیګزندر

کریس الیګزندر هم د (الله اکبر) نعره بدرګه کړه

د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ له هرات څخه پورته شوی د (الله اکبر) غږ نه یوازې دا چې په ټول هېواد کې خپور شوی دی، بلکې اوس په افغانستان کې د کاناډا پخواني سفیر کریس الیګزندر هم د الله اکبر نعره بدرګه کړې ده.

کریس الیګزندر چې په ټولنیزو رسنیو کې ډېر فعال دی او وخت نا وخت د افغانستان په ملاتړ او د پاکستان پر ضد څرګندونې کوي، په دې برخه کې یې هم د افغانستان ملاتړ کړی دی.

نوموړي د محسن داوړ د (الله اکبر) ټویټ ریټویټ کړی دی او ورسره یې (Allahu Akbar) لیکلي دي، چې دا ټویټ یې سلګونه کسانو لایک کړی دی.


د یادولو ده چې کریس الیګزندر څو ورځې وړاندې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په اړه یو ټویټ کړی و او لیکلي یې و، چې هغه ډېر په بې شرمۍ له لسیزو راهیسې د طالبانو لپاره تبلیغات کوي.

د هغه په دغه څرګندونو پاکستان خپله غصه ښکاره کړې وه او ویلي یې و، چې په دې اړه یې د کاناډا حکومت ته رسمي لیک لېږلی دی، چې د پاکستان پر ضد د دوی له هېواد څخه داسې څرګندونې دې نه کېږي.

یاده دې وي چې نن د کابل او ننګرهار په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د شپې په نهه بجې هېوادوال د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ د الله اکبر نعرې پورته کوي.

دا هم ولولئ

مریم امرخیل

مریم امرخیل: څلور میاشتې وشوې معاش مې نه دی اخیستی

مشهوره مدني فعاله او د تعلیم په برخه کې د ماشومانو لپاره کارکوونکې مریم امرخیل …