کورپاڼه / خبرونه / شعېب اختر: د نړیوال شل اوریز جام نیمه پایلوبو ته به افغانستان لار پېدا کوي
شعېب اختر

شعېب اختر: د نړیوال شل اوریز جام نیمه پایلوبو ته به افغانستان لار پېدا کوي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني چټک توپ اچونکي شعېب اختر د نړیوال شل اوریز جام نیمه پایلوبو ته د ۴ لوبډلو د تګ په اړه وړاندوینه کړې ده.

شعېب اختر چې په یوټیوب کې یو چېنل چلوي او د کرکټ په اړه ویډیوګانې خپروي، په یوه تازه ویډیو کې یې د څلور لوبډلو نومونه اخیستي دي، چې نړیوال شل اوریز جام نیمه پایلوبو ته به لار پېدا کړي.

په دې لړ کې هغه ویلي دي، چې د افغانستان، هند، پاکستان او ویسټ انډیز هغه لوبډلې دي، چې ښې لوبې به ترسره کړي او د نړیوال شل اوریز جام نیمه پایلوبو ته به ورسېږي.

هغه په خپلو خبرو کې بیا دا هم ویلي دي، چې پایلوبه به د پاکستان او هند لوبډلو ترمنځ ترسره شي او پاکستان به هند ته د ماتې په ورکولو سره د نړیوال شل اوریز جام اتلولي خپله کړي.

د یادولو وړ ده چې د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوال جامونو په برخه کې د پاکستان او هند ترمنځ تل هند بریالی شوی هېواد دی او پاکستان ډېر کمزوری ثابت شوی دی.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …