کورپاڼه / روغتيا / اوږدمهاله درد مو احساسات له یوې مخې بدلوي

اوږدمهاله درد مو احساسات له یوې مخې بدلوي

د یوې نوې څېړنې له مخې معلومه شوې ده چې په پرلپسې او اوږدمهاله درد کولی چې زموږ احساسات او جذبات له یوې مخې بدل کړي.

زموږ د تندي شاته د دماغو برخه موږ ته د خوښۍ او درد احساس راکوي، خو که چېرته همدغه درد اوږدمهاله شي نو نا آرامي مو ډېروي او په ژور خپګان مو اخته کوي او د شخصیت اړخونو ته مو بدلون ورکوي.

څېړونکې وایي چې ډول ځانګړي کیمیاوي مواد (ګیما مینو بیوټاټریک اسید) چې د عصبي نظام سګنلونه تر څارنې لاندې نیسي، دویمه دنده یې داده چې زموږ احساسات کنترول او د ژور خپګان مخنیوی کوي.

خو دې څېړنې له دې وړاندې ښودلې وه چې څه ډول اوږدمهاله درد یاد کیمیاوي مواد اغېزمنوي او احساساتو ته بدلون ورکوي. د څېړنې له مخې پر موږکانو ترسره شوې وه، معلومه شوه چې موږکانو ته د درد په ورکولو سره د هغوی د یادو کیمیاوي موادو پیداوار کم شو.

خو دا لومړی ځل دی چې پر انسانانو دغه څېړنې ترسره شوې او معلومه شوه چې اوږدمهاله درد د یادو کیمیاوی موادو پیداوار اغېزمن کوي او د دماغو په هغه برخو هم اغېز کوي چې احساسات او جذبات کنترولوي.

دا هم ولولئ

لامده شوی بادام او چارمغز وخورئ، حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

د سهار ناشته زموږ پر روغتیا او طبیعت ډېرې اغېزې لري او روغتياپالان ډېری وخت …