کورپاڼه / بېلا بېل / په مراکش کې زرګونه کاله پخوانۍ آله موندل شوې

په مراکش کې زرګونه کاله پخوانۍ آله موندل شوې

د مراکش لرغونپوهان یا لرغون پېژندونکو په شمالي افریقا کې د ترټولو لرغونې زمانې، یعنې د ډبرو د دورې یو تبر موندلی دی.

څېړونکې وایي چې دوی په رباط کې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې چې دغه موندنه یې په شمالي افریقا کې د ډبرې د دورې د صنعت د پیل عکاسي کوي، کوم چې زرګونه کاله لرغونی دی.

د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه آله یا تبر د مراکش په اقتصادي پایتخت کاسابلانکا د مضافات په یوه کان کې د کېندنو پرمهال موندل شوی دی.

په دې تړاو د (فرانکو مراکش پري هسټري کاسابلانکا) پروګرام کې ګډون کوونکی عبدالرحیم محب وایي، چې دغه لویه موندنه په افریقا کې د ډبرې د دورې په څرګندېدو بحث ته تقویت ورکوي.

د یادولو وړ ده چې لومړیو انسانانو، چې هغه وخت لا تمدن نه و او ټولنې د خپل ژوند لومړي پړاوونه وهل، له ډبرو او ډبرینو وسایلو څخه ګټه اخیستله نو ځکه د ډبرو دوره یې نوموي.

دا هم ولولئ

شوق یا مشغله مو علمي او عصبي وړتیاوې ډېروي

شوق، په انسان کې علمي او شعوري پرمختګ دوامدار ساتې او ترڅنګ یې د روغتیا …