کورپاڼه / سياست او روانې چارې / راحله دوستم هم کوژده وکړه، عکسونه یې هم خپاره کړي
راحله دوستم

راحله دوستم هم کوژده وکړه، عکسونه یې هم خپاره کړي

د جنرال عبدالرشید دوستم لور او په مشرانو جرګه کې سناتورې راحله دوستم هم د مجردانو له لیسټ څخه ووتله او کوژده یې وکړه.

راحله دوستم کوژده څو ورځې وړاندې کړې ده، خو نوموړې نن د خپلې کوژدې عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړي دي، چې د هغې نامزاد هم پکې لیدل کېږي.

که څه هم نوموړې د خپل نامزاد په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو په یو عکس کې هغه له خپل نامزاد سره یوازې او په بل عکس کې بیا ورسره نور کسان هم لیدل کېږي.

راحله دوستم ۲ copy

راحله دوستم دا عکسونه په ټویټر کې خپاره کړي دي او له عکسونو سره یې لیکلي دي: ((بلی، پیوند مان مبارک.)) او د زړه او ګلانو ایموجي یې هم ورسره ورکړي دي.

راحله دوستم ۱ copy

په ټولنیزو رسنیو کې راحله دوستم ته د کوژدې په کولو باندې ډېرو خلکو مبارکي ورکړې ده او د هغې د راتلونکي ژوند لپاره یې نېکې هیلې ورته څرګندې کړې دي.

دا هم ولولئ

ملاله یوسفزۍ: په افغانستان کې دې ټولو انجونو ته د زده کړو کولو اجازه ورکړل شي

ملاله یوسفزۍ، چې په کم عمر کې یې د نوبل جاېزه واخیسته او د زده …