کورپاڼه / د لوبو راپورونه / بنګله دیش په لومړنۍ شل اوریزه لوبه کې استرالیا ته په ۲۳ منډو ماتې ورکړه

بنګله دیش په لومړنۍ شل اوریزه لوبه کې استرالیا ته په ۲۳ منډو ماتې ورکړه

د بنګله دیش له لورې نسم احمد ډېره په زړه پورې توپ اچونه وکړه، هغه څلور استرالیایي لوبغاړي وسوځول او په لومړنۍ شل اوریزه لوبه کې استرالیا ته د ۲۳ منډو په توپیر ماتې ور کړه.

دغه لوبه چې د بنګله دیش په کوربتوب په ډاکه کې ترسره شوه، د لوبې پچه د استرالیا لوبډلې وګټله او کوربه لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ور کړه.

بنګله دیش په ټاکلو ۲۰ اورونو د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۱ منډې وکړې، چې له ډلې یې شکیب الحسن ۳۶ او محمد نعیم ۳۰ منډې وکړې. د استرالیا لخوا جوش هیزلووډ درې او میچل سټارک دوه ویکټې واخیستې.

استرالیا د ۱۳۲ منډو په تعیقب په ۲۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۸ منډې وکړې او په ۲۳ منډو یې لوبه وبایلله، چې له ډلې یې میچل مارش ۴۵ منډې وکړې. د بنګله دیش لخوا نسم احمد څلور، مستفیظ الرحمن او شریف السلام بیا دوه ـ دوه ویکټې واخیستې.

ددې لوبې غوره لوبغاړی نسم احمد وټاکل شو، هغه ۴ اورونه ترسره کړل، ۱۹ منډې یې ور کړې او ۴ لوبغاړي یې وسوځول. په دې سره بنګله دیش د پنځه شل اوریزو لوبو لړۍ په بریا پیل کړه.

دا هم ولولئ

افغان نولس کلنو لوبډلې بنګله دېش ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش نولسو کلنو لوبډلو ترمنځ د پنځه یوه ورځنیو لوبو په …