کورپاڼه / خبرونه / ملي لوبغاړو هم د (الله اکبر) نعره بدرګه کړه
مجیب او نور احمد

ملي لوبغاړو هم د (الله اکبر) نعره بدرګه کړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشهورو لوبغاړو هم د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ د (الله اکبر) نعره بدرګه کړه او په ټولنیزو رسنیو کې یې په دې اړه پوسټونه وکړل.

پرون چې له هرات نه د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ د الله اکبر کوم غږ پورته شوی و، هغه نن په ټول هېواد کې خپور شو، د کابل، ننګرهار، خوست، کونړ په ګډون د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې نن شپه خلکو د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ د الله اکبر نعرې ووهلې.

په دې لړ کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشهورو لوبغاړو مجیب الرحمان، افسر ځاځي، نور احمد لکڼوال، جاوېد احمدي، رحمان الله ځدراڼ، شاهد مندوزي او نورو هم د الله اکبر غږ بدرګه کړ.

افسر ځاځي په خپل فېسبوک کې لیکلي دي: ((سکوت له ښاره وباسئ په شور د تکبیرونو، الله اکبر وایو الله اکبر.)) همدا راز نورو لوبغاړو بیا د ارګ هغه عکس خپور کړی، چې دپاسه پرې الله اکبر لیکل شوي دي.

نن په ټول هېواد کې مشرانو، ځوانانو، ښځو، نارینه و او ماشومانو په ګډه د الله اکبر نعرې د ملي او امنیتي ځواکونو په ملاتړ وهلي دي.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …